download (1)
4 Comments

د نه شارټ لسټ کیدلو 6 لاملونه

اکثره هغه کسان چې د کار په لټه کې دي ، دا شکایت لري برسېره پر دې چې  لوړي زده کړې، تجربې  او اړین مهارتونه لري او تل هغو بستونو ته چې د مختلفو ویب پاڼو له لارې اعلانیږي، خپل غوښتنلیکونه او سي ويانې ور استوي خو بیا هم نه شارټ لسټ کيږي  او یا هم په ډیرو کمو مواردو کې د انټرویو او تحریري ازموینې لپاره دعوت کیږي خو د دندې په پیدا کولو کې پاتې راځې. ځینې د دغه کسانو څخه پدې اند دي  چې په استخداموونکو ادارو کې د پراخ اداري فساد شتون، پیسې او واسطه درلودل  د دندې په پیدا کولو کې مهم رول لوبوي او هغه کسان چې واسطه یا پیسې نه لري نه استخدامیږي.

خو آیا رښتیا هم د نه شارټ لسټ کیدلو اصلي دلیل اداري فساد دي؟ او د دندې په پیدا کولو کې یواځینی عنصر روابط او پیسۍ  دي؟  او یا نور دلایل هم شتون لري چې د نه شارټ لسټ کیدلو سبب ګرځي؟ په دې مقاله کې د نه شارټ لسټ کیدلو پر اصلي عواملو بحث شوی دی.

اداري فساد

لکه مخکې چې ذکر شول ځینې اشخاص په دې اند دي چې په ادارو کې د پراخ اداري فساد شتون ددي سبب ګرځیدلی ترڅو هغه کسان چې د دندې په لټه کې دي شارټ لسټ نه شي دا چې په افغانستان کې د اداري فساد شتون حقیقت لري او ډیر داسي کسان شته چې د پیسو یا واسطي په زور غیرقانوني کارونه پرته له کومې ویرې سرته رسوي او نشو کولای له دغه حقیقت څخه سترګې پتې کړو، خو دا هم نه شو ویلای چې د نه شارټ لسټ کیدلو اصلي دلیل یواځې د اداري فساد شتون دی. په دولتي اداراتو کې دا ادعا تر یوه حده سمه ده خو په افغانستان کې داسې خصوصي او نړیوال بنسټونه هم شته چې د استخدام لپاره مډرن سیسټم لري او ډیر کم امکان لري چې یو کس دې یواځې د پیسو یا هم د واسطي په زور په دغه اداراتو کې شارټ لسټ شي. په دې برخه کې نور عوامل هم وجود لري چې د نه شارټ لسټ کیدو سبب ګرځي او په لاندې ډول تشریح کیږي.

 

پروفیشنل سي وي

ډیر هغه کسان چې د کار په لټه کې دي پدې اند دي چې د دندې له اعلان نه خبریدل، د بست د شرایطو پوره کول او هغه ته د سي وي په وراستولو سره باید شارټ لسټ شي . که څه هم دا درې یاد موارد د شارټ لسټیدلو لپاره اړین دي خو کافي نه دي. دا چې د استخدام مسوولین د زیات مصروفیت له کبله نشي کولای زیات وخت د سي ویو په کتلو باندې تیر کړي  دوی د یو کس سي وي کتلو ته فقط له 10 نه تر 20 ثانیو پوري وخت ورکوي نو اړینه ده چې په دغه برخه کې لاندي پوښتنو ته ځواب ورکړل شي.

الف- آیا سي وي مو په پروفشنل ډول جوړه شوې ده؟

ب- ايا  سي وي مو اپډیټ ده او د اعلان شوي بست د اړینو شرایطو څرګندویه ده ؟

ج- آیا سي وي مو د املایي او انشایی غلطيو څخه پاکه ده؟

د- آیا سی وي مو دا وړتیا لري چې په لسو یا شل ثانیو کې د استخدام مدیر د مثبت تاثیر لاندې راولي ترڅو تاسې شارټ لسټ کړي؟

پورته پوښتنو ته منفي ځواب درلودل د ستاسو په نه شارټ لسټ کیدلو کې اغیز لري او پدې برخه کې د پروفیشنل سي وي نه لرل عمده دلیل بلل کیږي.

ستاسو سي وي ستاسو شخصي بازار موندنه ده

لکه څرنګه چې پورته وویل شول چې د نه شارټ لسټیدلو یو عمده دلیل د پروفشنل سي وي نه درلودل دي. په حقیقت کې ستاسو سي وي ستاسو بازار موندنه ده چې باید په مسلکي او پروفیشنل ډول ولیکل شي او د استخدام مسوولینو ته په واک کې ورکړل شي. د بازار موندنې په اصطلاح،  د استخدام مسوولین ستاسو د خدماتو پیریدونکې ګڼل کیږي ځکه تاسې خپله وړتیا او مهارتونه د خدماتو په ډول هغوی ته ور پیژنئ.

خو اوس پوښتنه داده چې تاسو خپل استعداد او مهارت څرنګه په اغیزناک ډول معرفي کوئ. تاسې د خپلو وړتیاوو او مهارتونو د پیژندنې لپاره له مسلکي او پروفیشنل سي وي څخه ګټه اخلی یا له یوې عادي او غیر مسلکې سي وی څخه. وایي چې بازار موندنه په حقیقت کې مصرف نه ، بلکې پانګونه ده. که له تاسو وپوښتل شي چې تاسې د مسلکي سي وی په جوړولو کې څومره وخت او پیسۍ مصرف کړي د زیاتو کسانو ځواب به منفي وي ځکه په افغانستان کې د کار په لټه کې کسان د سي وي عادي فارمټ څخه ګټه اخلي چې له انټر نیټ څخه یې ډاونلوډ کړې یا یې له ملګرو څخه کاپي کړې وي او په هغه کې ډیر لږ تغیرات راولي او د خپل ځان لپاره یې جوړوي نو پدې خاطر د دوی سي ويو ته د استخدام مسوولینو پام نه ورګرځي او دوی نه شارټ لسټوي.

کاور لیټر

ځینې استخداموونکې ادارې خپل کاندیدان مکلفوي ترڅو د شارټ لسټ کولو په موخه دوی ته،  د سي وي سره کاورلیټر هم ور واستوي. کاورلیټر د کاندید  مهارتونه، تجربې او دا چې ولی نوموړی کاندید غواړي دغه بست ته ځان نوماند کړي په لنډ ډول بیانوي  که چیري کاور لیټر په مسلکې ډول لیکل شوی وي د استخدام مدیر د پام وړ ګرځي او کاندید شارټ لست کیږي.

خو ځینې نور استخداموونکې ادارې د کاور لیټر غوښتنه نه کوي دوی فقط د سې وي په وراستولو ټینګار کوي نو پدغه صورت کې هغه لیکل شوی متن چې په ایمیل کې لیکل کیږي د کاور لیټر په حیث ګڼل کیږي. مخکې له دې چې سي وي ولیږل شي باید د اعلان شوې دندې لایحې موضوعات مطالعه شي او دهغه د شرایطو ته په پام سره کاورلیټر یا هم د ایمیل متن ولیکل شي، ځکه د نه شارټ لسټ کیدلو یو دلیل د مسلکې کاورلیټر نشتوالي دی.

په شرایطو برابروالی

یو د نه شارټ لسټ کیدلو دلیل، په شرایطو د افرادو نه برابروالی دی. ځینې وختونه، هغه کسان چې د کار په لټه کې دي داسي بستونو ته سي وي  وراستوي چې دوی د هغه بست په اړوند هیڅ زده کړې، تجربې او مهارتونه نه لري او خپل وخت عبث ضایع کوي نو پدې صورت کې د دوی نه شارټ لسټ کیدل حتمي دي.

ځینې نور بیا فقط د اعلان شوې دندې په سرلیک باندې بسنه کوي او پرته له دې چې د اړوند بست اړین شرایط، مکلفیتونه او مهارتونه په دقیق ډول مطالعه کړي دغه بست ته سي وي ور استوي نو همدغه دلیل دي چې دغه اشخاص د شارټ لست کیدلو چانس له لاسه ورکوي.

د سې وي د استولو شرایط

لکه څرنګه چې پورته ذکرل شول ځینې هغه کسان چې د دندې په لټه کې وي، پرته له دې چې د اعلان شوي بست ټول موضوعات په دقیق ډول مطالعه کړي استخداموونکي ادارې ته خپله سي وي وراستوي.

د اعلان شوي بست په اخري برخه کې، د How to Apply یا څنګه درخواستي ولیږو، برخه وجود لري چې په هغه کې د سي وي د استولو طریقه او جزییات لیکل شوي وي. ځینې استخداموونکې اداري خپل کاندیدان مکلفوي چې د ایمیل په عنوان   Subject کې د ریفرنس نمبر یا هم د اعلان شوي بست نوم ولیکي.

 

ریفرنس نمبر د یوې ادارې له خوا د مختلفو اعلان شویو بستونو د تفکیک په خاطر استفاده کیږي او یوه مشخص بست ته د استول کیدونکو سي ویو د پیژندنې د کوډ په حیث استعمالیږي هغه پدې خاطر چې د استخداموونکي کس برښنالیک ته زیاتې سې ويانې استول کیږي  نو د ریفرنس نمبر د نشتوالی په صورت کې استخداموونکې ته ددې تشخیصول ستونزمن وي چې نوموړي کاندید کوم بست ته سي وي را استولې وه او په نتیجه کې دوی ستاسو سي وي په پام کې نه نیسي او دا د نه شارټ لسټ کیدلو سبب ګرځي. ځینې وختونه استخداموونکې اشخاص په Subject کې د ریفرنس نمبر پرځای د اعلان شوي دندې نوم ذکر کول غواړي چې باید د دوی د غوښتنې سره سم سي وي ور واستول شي.

د بست د اعلان سر سم د سي وي استول

د هر بست د اعلان سره د هغه بست یا دندې د اعلان نیټه او د ختم نیټه هم ذکر کیږي نو باید هڅه وشي چې د بست د اعلان سره سم په لومړیو ورځو کې سي وي واستول  شي او ځنډ پکې ونه شي ځکه ځینې وخت استخداموونکې ادارې لومړیتوب هغه سي ويانو ته ورکوي چې په لومړي سر کې ور رسیدلی وي او که د دوی اړتیا پوره شي ممکن وروستۍ ورسیدلې سي ويانې هیڅ و نه ګوري او نوموړي کسان له شارټ لسټ کولو څخه پاتې شي. یعنې په ځنډ سره د سي وي استول هم د نه شارټ لسټیدلو سبب ګرځي.

نو له دې کبله هغو کسانو ته، چې د کار په لټه کې دي سپارښتنه کیږي چې د بست یا دندې د اعلان  په لومړیو ورځو کې خپلې سي ويانې استخداموونکو ادارو ته واستوي تر څو شارټ لسټ شي.

د ټولنیزو اړیکو پالل

نن سبا د ټولنیزو اړیکو پالل ډیر مهم دي. هغه که د شخصي اړیکو له لارې وي او که ټولنیزو شبکو له لارې . هدف دادی چې د ټولنیزو اړیکو له لارې خپل استعداد او مهارتونو یو ادارې ته معرفي کړئ . د یوې پروفیشنل سي وي او کاور لیټر لرلو سره سره  په شارټ لسټیدو کې د اجتماعي اړیکو رول خورا مهم دی او باید ترې استفاده وشي. د ټونیزو اړیکو له لارې کولای شۍ چې خپل   استعداد، لیاقت او مهارت مو یوې ادارې ته معرفي کړۍ. برسیره پر دې د ټولنیزو شبکو خصوصا لینکډن نه استفاده کول ډیر اړین دي. لنکډن د سوداګرانو ، استخداموونکو او کار کونکو یوه اجتماعي شبکه ده او هر څوک کولای شي په یاد وبسايټ کې راجستر او په وړیا ډول خپل مهارتونه ، تحصیلات او تجربې له نورو سره شریکې کړي او په ملي او بین المللي کچه د لویو او کوچنیو شرکتونو مسوولینو او کارکوونکو سره اړیکي ونیسي.

 

لکه څنګه چې یوه پروفشنل او په موثر ډول لیکل شوې سی وي د شارټ لسټ کیدلو چانس اضافه کوي ، همداسې یو ښه لنکډن پروفایل هم په دې برخه مهم رول لري. د لنکډن وبسايټ څخه دلته لیدنه وکړۍ : www.linkedin.com

پایله

پورته ذکر شوي موارد دا په ډاګه کوي چې د نه شارټ لسټ کیدلو یواځینی دلیل اداري فساد نه دی او په دې برخه کې نور عوامل هم شتون لري چې په شارټ لست کولو یا نه کولو باندې اغیز لري لکه پروفیشنل سي وي، کاور لیټر، په شرایطو برابروالی، د سي وي د استولو شرایط، په ټاکل شوی وخت د سي وي استول او ټولینزې اړیکې پالل.

نو هغه کسان چې د کار په لټه کې دي اړینه ده چې پورته نقطو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي او هغه په نظر کي ونیسي.

د یوې پروفیشنل سي وي لپاره لاندې مقاله ولولئ 

ترتیب سی وی پروفشنل و نقش آن در استخدام اشخاص

که چیري د پورتنیو یادو ستونزو سره مخ یاست په اصلاح په برخه کې یې اقدام وکړئ او هاغه ستونزي چې اصلاح کولای نشي له خپلو ملګرو او دوستانو نه مرسته وغواړي او یا یې زموږ سره شریک کړي، د jobless.af ویب پانه د هاغو کسانو سره چې د کار په لټه کې دي د کار په موندلو کې مرسته کوي ترڅو له دي لارې خپل ګران هیواد ته خدمت وکړي.

که چیري پروفیشنل سي وي یا کاورلیټر نه لرۍ زموږ له خدمتونو څخه ګټه واخلئ او خپلې ستونزي د jobs@jobless.af برښنالیک له لاري حل او فصل کړئ.  د پروفشنل کاور لیټر او سی وي په برخه کې زمونږ د خدماتو څخه ګټه اخیستلو لپاره لاندیني لینک نه لیدنه وکړۍ.

CV Packages

4 Comments
    • Paiwand
      Oct 19, 2017 23:06 pm

      Hi!dear
      In the first i wanna to present you mohamad pace be opan him profitible gift. اسلام علیکم
      It’s a chance for us that we hair our selves some where,that we ofer relly serveces to our country.

Leave us a comment

logged inYou must be to post a comment.